۰

طالبانو د ترکي او اوزکي ژبو استادان په دې ژبو کې له ليکنو منع کړل

سی شنبه ۴ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۱۸
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د ترکي او ازبکي ژبو استادان په دغو دوو ژبو د علمي ودې په موخه له لیکنو منع کړي دي.
طالبانو د ترکي او اوزکي ژبو استادان په دې ژبو کې له ليکنو منع کړل
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د ترکي او ازبکي ژبو استادان په دغو دوو ژبو د علمي ودې په موخه له لیکنو منع کړي دي.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ د ثور په ۳مه، د جوزجان پوهنتون د ازبکي او ترکي ژبو او ادبیاتو څانګو ته یو مکتوب واستاوه او له هغوی یې وغوښتل چې استادانو ته دې خبرداری ورکړي چې بهرني علمي اثار په فارسي او پښتو ژبو وژباړي، تر څو له دغه پوهنتون څخه د ترویج په موخه یې د " پوهانمالي" ته "پوهندوی".

پخوا به د ازبکي او ترکي ژبو او ادبیاتو استادانو د علمي ودې لپاره بهرني علمي اثار په ازبکي ژبه ژباړل.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له څه باندې دوه نيمو کلونو راهيسې په هېواد کې پر غير پښتو ژبې ډېر محدوديتونه لګولي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي