اوچا: له ۲۲ میلیونه افغانانو سره مرسته کوو

18 جدی 1400 ساعت 13:39

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په افغانستان کې د دوی بشري مرستې د خلکو اړتیاوو او زیان­ګاللو ته په پام سره خلکو ته رسول کېږي.


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په افغانستان کې د دوی بشري مرستې د خلکو اړتیاوو او زیان­ګاللو ته په پام سره خلکو ته رسول کېږي.

د جمهور آژانس خبر له مخې د یادې ادارې مشرې ایزابیل موسارد کارلسن ویلي، د مرستندویو ادارو هدف دا دی څو په ۲۰۲۲م زیږدیز کال کې په افغانستان کې تر ۲۲ میلیونو له ډېرو کسانو سره مرسته وشي.

په داسې حال کې چې ژمی روان دی او ځینې سیمې د سېلابونو له کبله ځپل شوي، په افغانستان کې ګڼ کسان کافي خواړه نه لري. د اسلامي امارت د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر په یوه ویډیويي پیغام کې له مرستندویو ادارو او هېوادونو غوښتنه وکړه چې افغانان په بشري مرستو کې له یاده ونه باسي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د دې لپاره چې روان کال وکړای شي له افغانانو سره د خوړو مرسته وکړي، په میاشت کې ۲۲۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 146521

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/146521/

جمهور
  https://www.jomhornews.com