۰
عادله راز:

طالبان د هدفي بریدونه ودروي او نړیوال قوانین د په پام کې ونیسي

چهارشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۳۵
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ برجې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه بحث کړی او په کې یې په روان وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
طالبان د هدفي بریدونه ودروي او نړیوال قوانین د په پام کې ونیسي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ برجې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه بحث کړی او په کې یې په روان وضعیت اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس له مخې دوی پرون سه شنبې د سلواغې ۱۴ مه یاد بحث کړی او په کې یې په افغانستان کې روان وضعیت د اندېښنې وړ بللی دی.

دغه سازمان کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز ویلي، افغانستان کې بشري وضعیت خورا ندېښمنونکی دی او هېواد له ګڼو ستونزو او کړکېچونو سره مخ دی.

نوموړي ویلي، جګړې، اقلیمي بدلون، کرونا، بې روزګارۍ او د افغان کډوالو د راستنېدو لوړې کچې د افغانستان پر اقتصادي وضعیت خورا بد اغېز کړی او میلیونه کسان د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

مېرمن راز جګړې ته په اشارې و ویل، چې افغان دولت د ستونزو د حل، د بشري مرستو رسولو او اوربند په هڅه کې دی، خو طالبان د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه نه ده منلې.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې له طالبانو غوښتي چې هدفي وژنې پای ته ورسوي او د بشري مرستو د رسولو لپاره نړیوال قوانین په پام کې ونیسي.

دغه راز نوموړې له ملګرو ملتونو او نړیوالو غوښتنه کړې چې د بشري مرستو د رسولو لپاره خپل ټول فعالیتونه له افغان حکومت سره په همغږۍ ترسره کړي.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ مشر او د دې هېواد لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي رامز الاکبروف بیا ورځ تر بلې د مخ پر زياتېدونکي تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې.

نوموړي ویلي، چې افغانستان کې ۲۰۲۱ میلادي کال د جګړو او ناامیدۍ سره مل پیل شو، ځکه له بده مرغه د تاوتریخوالو کچه له ۲۰۱۴ میلادي کال راپه دېخوا مخ په زیاتېدو ده.

رامز الاکبروف ویلي، دوی هره ورځ د چاودنو او هدفي وژنو شاهدان وي او له بده مرغه دغه پېښې هره ورځ له خلکو قرباني اخلي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستیو د همغږۍ برخې چارواکو ویلي، چې د ټولو ستونزو د حل یوازینۍ لار بیا د سولې خبرو بري ته رسېدل دي.

د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیال رووف مازو وايي، که دا خبرې ناکامې شي، له نورو ناخوالو سربېره به د کورنيو بې ځايه شوېو شمېر به هم لوړ شي.

نوموړي ویلي، د مېلیونونه افغان وګړو ژوند د سولې خبرو اترو پایلو او دغه شان د نړیوالې ټولنې ژمنو دوام پورې اړه لري، چې د یو هغه ناکامېدل به هم د کورني د بې ځایه کېدو، کډوالۍ او مرګونو پېښو لامل شي.

ملګري ملتونه داسې مهال په افغانستان کې په بشري وضعیت او د تاوتریخوالي او هدفي وژنو په زیاتېدو اندېښنه ښيي، چې په دې وروستیو کې نېږدې هره ورځ دغه ډول پېښې کېږي.

 د امریکا په ګډون اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې د دې وژنو مسوولیت پر طالبانو واچاوه او ترې یې وغوښتل چې خپلې دا کړنې پای ته ورسوي، خو طالبان وايي، دوی په کې لاس نه لري.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي