د چین د بهرنیو چارو وزارت له طالب مشرانو د چین د سفیر لیدنه تایید کړې او د هغه جزیات یې په ډاګه کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند واګ ونبېین ویلي، په یاده لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په اړه ګټورې خبرې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان په اړه د چین تګلاره څرګنده ده.
دی وایي، چین د افغانستان ملي حاکمیت او د خاورې بشپړتیا ته پوره درناوی لري او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې د بهرنیو مداخلو مخالفت کوي.
د هغه په وینا چین د افغانانو پرېکړو ته درناوی لري او غواړي چې د افغانستان برخلیک په خپله د افغانانو له لوري وټاکل شي.
هغه ټینګار کړی دی چې چین به د یو ګاونډي په توګه له افغانستان سره خپلو دوستانه همکاریو ته وده ورکړي او په دغه هېواد کې به د سولې او بیا رغونې برخه کې رغنده رول ولوبوي.
جمهورخبري آژانس:کابل