په هرات کې باخبره سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د سولې خصوصي ټلویزیون مشر د طالبانو له بنده خوشې شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، رامين اميري د طالبانو د استخباراتو په زندان کې له ۴۸ ورځو تېرولو وروسته د چهارشنبې په ورځ د ثور په ۱۹مه بېرته خوشې شو او له خپلې کورنۍ سره يو ځای شو.
ویل شوي، چې ښاغلی امیري په هرات کې د طالبانو د استخباراتو ریاست له خوا د یوې مالي مسلې په تړاو نیول شوی او په ضمانت خوشې شوی دی.
طالب چارواکو ویلي چې د ښاغلي امیري دوسیه لا هم خلاصه او روانه ده.
د يادونې وړ ده، چې اميري د هملند په دويمه ورځ د طالبانو د استخباراتو له خوا ونيول شو.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان له واکه تر لاسه کولو وروسته په سلګونو خبریالان ګواښلي، نیولي، شکنجه کړي او زنداني کړي دي.
جمهورخبري آژانس