چین له افغانستان سره خپلو دوستانه همکاریو ته وده ورکوي

4 سنبله 1400 ساعت 15:57

د چین د بهرنیو چارو وزارت له طالب مشرانو د چین د سفیر لیدنه تایید کړې او د هغه جزیات یې په ډاګه کړي دي.


د چین د بهرنیو چارو وزارت له طالب مشرانو د چین د سفیر لیدنه تایید کړې او د هغه جزیات یې په ډاګه کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند واګ ونبېین ویلي، په یاده لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په اړه ګټورې خبرې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان په اړه د چین تګلاره څرګنده ده.

دی وایي، چین د افغانستان ملي حاکمیت او د خاورې بشپړتیا ته پوره درناوی لري او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې د بهرنیو مداخلو مخالفت کوي.

د هغه په وینا چین د افغانانو پرېکړو ته درناوی لري او غواړي چې د افغانستان برخلیک په خپله د افغانانو له لوري وټاکل شي.

هغه ټینګار کړی دی چې چین به د یو ګاونډي په توګه له افغانستان سره خپلو دوستانه همکاریو ته وده ورکړي او په دغه هېواد کې به د سولې او بیا رغونې برخه کې رغنده رول ولوبوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 141978

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/141978/

جمهور
  https://www.jomhornews.com