۰

ولسي جرګه د ولسمشرۍ ټاکنو له پایلو ناهیلې شوې

دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۵
ولسي جرګې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ولسمشرۍ د نوماندانو تر منځ پر ټاکنو د راپورته شویو ناندریو په اړه ناامیدي وښوده او پر کمېسیون یې غږ وکړ، چې د قانون سره سم ژر تر ژره پایلې اعلان کړي.
ولسي جرګه د ولسمشرۍ ټاکنو له پایلو ناهیلې شوې
ولسي جرګې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ولسمشرۍ د نوماندانو تر منځ پر ټاکنو د راپورته شویو ناندریو په اړه ناامیدي وښوده او پر کمېسیون یې غږ وکړ، چې د قانون سره سم ژر تر ژره پایلې اعلان کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې غړو ویل، که څه هم پرون د کمېسیون او نوماندانو د استازو تر منځ ناستې هیله ټوکولې وه، چې ټاکنیزې ستونزې به حل شي، خو په خواشنۍ چې دغه ناستې هم پایله ورنه کړه.

د جرګې رییس میررحمان رحماني و ویل، دوی نه پوهېږي، چې ولې هر وخت د افغانستان ټاکنې ستونزمنې کېږي او خلک پر ټاکنو باور له لاسه ورکوي.

د هغه په وینا دا دی دا ځل بیا هم د ټاکنو له ترسره کېدو نېږدې دوه نیمې میاشتې تېرېږي خو لا یې هم لومړنۍ پایلې نه دي اعلان شوي، چې تمه ده، کمېسیون به په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او د ټاکنو پایلې به اعلان کړي.

د جرګې بل غړي علي اکبر جمشیدي هم و ویل، چې له پرونۍ ګډې ناستې د خلکو تمه وه، چې ټاکنیز بحران ته به د پای ټکی کېږدي او د ټاکنو پایلې به ژر اعلان شي.

خو په وینا یې کمېسیون غواړي د بیا رای شمېرنې پروسې په ټینګار سره ۳۰۰ زره بې بایومتریک رایې  سیستم ته داخلې کړي او د همدې پر اساس پایلې اعلان کړي، په داسې حال کې، چې خلک یوازې د بایومتریک شویو رایو حسابول غواړي.

د جرګې بل غړي مهدي راسخ هم و ویل، څومره چې د ټاکنو پایلې ځنډېږي همدمره انتخاباتي پروسه جنجالي او پېچلې کېږي، خو په وینا یې کمېسیون باید د قانون په رڼا کې لازم اقدامات تر سره کړي.

د یادونې ده، چې د انتخاباتي ستونزو د حل په موخه پرون د ټاکنیزو کمېسیونونو او نوماندانو د استازو تر منځ ناسته هم وشوه، خو یو د بل په خبرو یې قناعت ونه کړ او غونډه بې پایلې پای ته ورسېده.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي