۰

د امنیتي او دفاعي سرتېرو د ذاتي چارو قانون تصویب شو

دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۰
ولسي جرګې د افغان امنیتي او دفاعي سرتېرو د ذاتي چارو قانون چې ۸ څپرکیه او ۶۰ مادو کې تنظیم شوی دی، تصویب کړ.
د امنیتي او دفاعي سرتېرو د ذاتي چارو قانون تصویب شو
ولسي جرګې د افغان امنیتي او دفاعي سرتېرو د ذاتي چارو قانون چې ۸ څپرکیه او ۶۰ مادو کې تنظیم شوی دی، تصویب کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې د نن دوشنبې لړم ۱۳ مې په عمومي غونډه کې یاد قانون د اړونده کمسیون له خوا وړاندې شو.

د امنیتي او دفاعي سرتېرو د ذاتي چارو کمېسیون د اساسي قانون پر بنسټ د سرتېرو د جلب و جذب، د هېواد د ارضي تمامیت د ساتنې، د سرتېرو د دندو، حقوقو، امتیازاتو او نورو اړونده اړتیاوو په موخه په ۸ فصلونو او ۶۰ مادو کې تنظیم شوی دی.

د جرګې د دفاعي کمېتې غړي علي اکبر جمشیدي و ویل، چې د امنیتي او دفاعي سرتېرو د ذاتي چارو قانون د ولسمشر د ۳۴۸ ګڼې فرمان پر بنسټ نافذ دی، خو د قانوني مراحلو د طی کولو لپاره ولسي جرګې ته رالېږل شوی وو.

جمشیدي زیاته کړه، چې د ولسي جرګې د دفاعي چارو کمېسیون دغه قانون په ډېر دقت سره څېړلی او یوازې په یوه ځای (۳۰مه) ماده کې یې تعدیل راوستی دی.

د هغه په وینا یاد قانون د کمېسیونونو په ګډه ناسته کې د رایو په اتفاق سره تایید او د تصویب لپاره د جرګې عمومي غوندې ته وړاندې شو.

د غوندې په پای کې د جرګې رییس میر رحمان رحماني یاد قانون رایې اخیستنې ته وړاندې کړ، چې د ۱۵۶ موافقو او ۱۵ مخالفو رایو په اخیستو سره تصویب شو.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي