۰
ولسي جرګه:

د طالب زندانیانو خوشي کول باید د سولې لپاره ملموسې پایلې ولري

چهارشنبه ۲۹ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۳
ولسي جرګه د دوه امریکایي استادانو په بدل کې د درې طالب زندانیانو خوشي کېدو ته په غبرګون کې وایي، دغه تبادله باید د سولې لپاره لیدونکې او مثبتې پایلې ولري.
د طالب زندانیانو خوشي کول باید د سولې لپاره ملموسې پایلې ولري
ولسي جرګه د دوه امریکایي استادانو په بدل کې د درې طالب زندانیانو خوشي کېدو ته په غبرګون کې وایي، دغه تبادله باید د سولې لپاره لیدونکې او مثبتې پایلې ولري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې رییس میررحمان رحماني د نن چهارشنبې لړم ۲۹ مې غونډه کې و ویل، هر هغه ګام چې د سولې لپاره وي، دوی یې هرکلي کوي، خو په وینا د درې طالب زندانیانو خوشي کېدل باید د سولې لپاره د پام وړ پایلې ولري.

د هغه په وینا د زندانیانو خوشي کېدل باید د سولې په برخه کې د دې سبب شي، چې وسله وال خپل بریدونه کم او اوربند وکړي.

رحماني ټینګار وکړ، چې د دغه ډول اقداماتو شرط باید اوربند وي او حکومت باید پوه شي، چې د سولې جاده یو طرفه نه ده او زاریو سیاست د افغان ولس ملي غرور راټیټوي.

د ولسي جرګې رییس ټینګار وکړ او ویې ویل حکومت باید روښانه ځواب و وايي، چې د سولې پروسه کې د افغان ځواکونو پر سر هېڅ ډول معامله نه تر سره کېږي.

په ورته وخت کې د جرګې غړې بلقیس روشن بیا و ویل، چې د سولې پروسه د امریکا، روسیې، چین، پاکستان او عربي هېوادونو تر منځ د امتیاز معامله ده او د افغانستان خلک په کې په هېڅ نه حسابېږي.

نوموړې زیاته کړه، په واقعیت کې د افغانستان د سولې پروسه د افغانستان د پېر او پلور په سوداګرۍ بدله شوې چې د زبرځواکونو او سیمې د هېوادونو له خوا تر سره کېږي.

مېرمن روشن د زندانیانو د تبادلې په اړه و ویل، چې حکومت باید په دې برخه کې ولس ته پوره معلومات ورکړي، چې د پردې تر شره یې له بهرنیانو سره کومه معامله تر سره کړې ده.

د یادونې ده، چې درې طالب زندانیان او دوه امریکايي استادان پرون سره تبادله شوي، چې طالبان د قطر دفتر ته رسيدلي او استادان د امریکایي ځواکونو په یوه مرکز کي دي.

طالب زندانیان له بګرام زندان څخه خوشي او په یوه الوتکه کې د قطر پلازمېنې دوحې ته رسول شوي دي، خو دوه امریکایي استادان بیا د زابل په نوبهار ولسوالۍ کې امریکايي ځواکونو ته سپارل شوي دي.

د دغه تبادلې اعلان او د طالب زندانیانو د خوشي کېدو اعلان ولسمشر غني د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ وکړ او ویې ویل، دا کار، د باور فضا رامنځ ته کولو، سولې د مخامخ خبرو، تاوتریخوالي د کمېدو او امریکایي استادانو سره د بشري خواخوږۍ په پار کوي.

امریکا او طالبانو هم د دې تبادلې هرکلی کړی او امریکا تمه ښودلې، چې دغه تبادله به په افغانستان کې د ۴۰ کلنې جګړې د پای ته رسېدو سبب شي.

طالبانو هم ویلي دغه تبادله د باور فضا رامنځ ته کولو لپاره مهم وه او په تر سره کېدو سره یې د سولې په پروسه کې چټکتیا راتلای شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي