۰
ولسي جرګه:

په ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره باید له وړاندې تدابیر ونیول شي

شنبی ۳۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۸
ولسي جرګې د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون غږ وکړ، چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د هر ډول درغلیو د مخینوي لپاره باید له وړاندې تدابیر ونیسي.
په ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره باید له وړاندې تدابیر ونیول شي
ولسي جرګې د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون غږ وکړ، چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې د هر ډول درغلیو د مخینوي لپاره باید له وړاندې تدابیر ونیسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې لومړي مرستیال امیرخان یار د نن شنبې وږي ۳۰ مې په عمومي غونډه خبرداری ورکړ، چې په ټاکنو کې درغلي ښايي هېواد له جدي بحران سره مخ کړي.

نوموړي و ویل، د دې لپاره چې شفافې ټاکنې تر سره شي او هېواد د بحران خوا ته لاړ نه شي د ټاکنو کمېسیون ته بویه چې د درغلیو د مخینوي لپاره مخکې له مخکې تدابیر ونیسي.

ده زیاته کړه«دغه ټاکنې برخلیک ټاکنونکې دي، کمېسیون باید له قانون سره سم رڼو، عادلانه او سرتاسري ټاکنو ته زمینه برابره او د هر ډول درغلیو مخه ونیسي.»

د جرګې یو شمېر نورو غړو هم په راتلونکو ټاکنو له مهندسي شویو درغلیو اندېښنه څرګندنه کړه او ويې ویل، چې د ټاکنو کمېسیون له ستونزو سره مخ دی.

د جرګې غړي علي اکبر قاسمي ادعا وکړه، چې سره له اوسه د یوه ځانګړي نوماند په ګټه صندوقونه ډکېږي، چې په وینا یې دا ډول انتخابات به هېواد بحران ته بوځي.

په ولسي جرګه کې د کابل استازي خان آقا رضايي هم و ویل، چې له درغلیو ډکې ټاکنې به یوه انتخاباتي ټیم ته هم د منلو نه وي.

نوموړي پر ولسي جرګه غږ وکړ، چې د ټاکنو څخه جدي نظارت وکړي او هېواد د رڼو ټاکنو په لور وخوځوي.

د یادونې ده، چې د ولسمشرۍ ټاګنو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او د تلې په شپږمه نېټه به ټاکنې تر سره شي.

د ټاکنو کمېسیون د بشپړ چمتوالي اعلان کړی ویلي یې دي، په خپل ټول توان به د رڼې او عادلانه ټاکنې تر سره کړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي