د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال اسیايي فوټسال جام سیالیو په ګروپي پړاو کې خپله دویمه لوبه د کویټ له فوټسال ملي لوبډلې سره مساوي کړه.
دغه لوبه چې د ثور په لومړۍ نېټه د شنبې په ورځ د تايلند په بنکاک ښار کې ترسره شوه، د افغانستان ملي لوبډلې د کويټ د فوټسال له ملي لوبډلې سره ۳-۳ مساوي کړه.
د دې لوبې لومړۍ نیمايي ۲-۱ د کویټ ملي لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده. خو افغان لوبغاړو لوبه په دویمه نیمايي کې مساوي کړه.
په همدې حال کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې د ایران د فوټسال ملي لوبډلې ته ۳-۱ ماتې ورکړه.
د هېواد د فوټسال ملي لوبډله په خپله راتلونکې لوبه کې د بحرین د فوټسال له ملي لوبډلې سره لوبه کوي او که چېرې دغه لوبه په ډېرې نمرې وګټي، د دغو سیالیو بل پړاو ته به لاره ومومي.
جمهورخبري آژانس