په غور ولایت کې د مرغاب سیند د بندیدو له امله د سیلابونو له امله د دغه سیند د څنډو د شلو کلیو اوسیدونکي له ګواښ سره مخ شوي او د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.
د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې دوه شپې وړاندې سېلابونو د دې ولسوالۍ د سمندري اوبو لاره بنده کړې او د لارې په خلاصېدو سره به لوی سېلابونه راووځي.
د دوی په خبره، دې پېښې د څه باندې ۲۰ کلیو اوسېدونکي ګواښلي او د خپلو کورونو پرېښودو ته یې اړ کړي دي.
باید وویل شي، چې د دغو کلیو اوسېدونکي له میدانه بې ځایه شوي او د اوسېدو ځای نه لري.
جمهورخبري آژانس