په پنجشېر ولايت کې عامه سرچينې وايي چې طالب جنګياليو په دغه ولايت کې د ښوونځي يو ښوونکى نيولى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ښوونکى چې مجيب الله اديب نومېږي، د ثور په ١٥مه د پنجشېر په مرکز کې د وسله والو طالبانو له خوا نيول شوى دى.
ښاغلی اديب د پنجشېر په مرکز کې د "ولي محمد شهید" د هلکانو په لېسه کې ښوونکی دی.
د دې پېښې انګېزه تر اوسه معلومه نه ده.
خو؛ له څه باندې دوه نیمو کلونو راهیسې طالب جنګیالیو د ملي مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور د پنجشیر اوسیدونکي بندیان کړي، شکنجه کړي او حتی وژلي دي.
جمهورخبري آژانس