د طالبانو پر ضد د بدخشان د اوسېدونکو د اعتراضونو په غبرګون کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازی نصیر احمد فایق وايي، له طالبانو سره د خپلمنځي اختلافاتو لمن به په ټول هېواد کې پراخه شي.
ښاغلي فایق د یکشنبې په ورځ د ثور په ۱۶مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، دا شکایتونه د افغانستان د ټولو خلکو په منځ کې شته او د دغو اعتراضونو لړۍ به ورو ورو په ټولو ولایتونو کې پراخه شي.
هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک هېڅکله د ظلم، بې عدالتۍ او جهالت پر وړاندې چوپ نه دي پاتې شوي.
فايق څرګنده کړه، چې د طالبانو له خوا د کوکنارو له کښت سره د دغو لاريونونو تړل او کمول په حقيقت کې د افغانانو او نړيوالې ټولنې سترګو ته سپکاوى دى.
د يادونې وړ ده، چې د بدخشان د درېيو ولسواليو درايم، ارګو او جرايمو اوسېدونکو له څو ورځو راهيسې د طالبانو پر ضد لاريونونه کړي او دغه ډله يې د شخصي حريم په سرغړونې تورنه کړې ده.
دغه لاريونونه وروسته له هغه پيل شول، چې وسله والو طالبانو د درايم ولسوالۍ يو اوسېدونکی وواژه.
طالبانو هم په دغو دریو ولسوالیو کې پر مظاهره کوونکو په مستقیمو ډزو سره یو شمېر کسان وژلي او ټپیان کړي دي.
خبرگزاری جمهور