په کونړ کې دولتي سرچینې وايي، طالبانو له داعش سره د همکارۍ په تور یو سلفی دیني عالم نیولی او بندي کړی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه ديني عالم نوم اسدالله مسرور و او له يوې مياشتې راهيسې د طالبانو له خوا نيول شوى او بندي دى.
ویل شوي، چې طالبانو دغه سلفي عالم له داعش سره د همکارۍ په تور نیولی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د افغانستان تر واک لاندې راوستو وروسته پر فکري او مذهبي لږکیو دوه ګونی فشارونه اچولي دي.
جمهورخبري آژانس