د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیس میلر وايي، هېواد یې په افغانستان کې د داعش له ګواښونو اندېښمن دی.
میلر تېره شپه د افغانستان پر وخت په واشنګټن کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې واشنګټن په افغانستان او سیمه کې د داعش له ګواښونو اندېښمن دی.
هغه زیاته کړه چې امریکا په خراسان کې د داعش د ګواښونو پر وړاندې هوښیار ده او له خپلو متحدینو سره په ګډه د دې ګواښونو پر وړاندې مبارزه کوي.
د هغه په وينا، "دا د طالبانو په ګټه هم ده چې په افغانستان کې له ترهګرو ډلو سره جګړه وکړي."
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتوالي په اړه اندېښنې زیاتې شوي دي.
جمهورخبري آژانس