په ننګرهار کې ځايي سرچينې وايي، چې ناپېژاندو وسله والو د دغه ولايت په مربوطاتو کې يو تن په ډزو وژلى دى.
دغه پېښه نن سه شنبه د سلواغې په ۸ مه د ننګرهار ولايت د پچيراګام ولسوالۍ د تنګي سليمان خېلو په سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې په ډزو وژل شوى کس "خانولي" ياد کړى او ويلي يې دي، چې له سعودي عربستان څخه تازه هېواد ته راستون شوى و.
د دې پېښې عاملین او انګیزه لا هم معلومه نه ده.
جمهورخبري آژانس