د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په نړیوالو څلور اړخیزو سیالیو کې د مالیزیا له ملي لوبډلې سره ۳-۳ مساوي کړه.
دا لوبه د یکشنبې د وري ۵ مه په تایلنډ کې ترسره شوه.
د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو د لوبې په لومړۍ نیمايي کې مالیزیا ته ۲-۰ ماته ورکړه. خو د مالیزیا لوبډلې لوبه په دویمه نیمايي کې مساوي کړه.
د يادونې ده، چې د فوټسال نړيواله څلور اړخيزه سيالۍ به د تايلند، اسټراليا، افغانستان او ماليزيا د فوټسال لوبډلو په ګډون ترسره شي.
دغه سيالۍ د سږ کال د اسيايي هېوادونو د فوټسال جام لپاره د دغو ټيمونو د چمتووالي په چوکاټ کې ترسره شوې.
جمهورخبري آژانس