د افغانستان د فوټسال ټیم ​​له مالیزیا سره مساوي شو

6 حمل 1403 ساعت 12:08

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په نړیوالو څلور اړخیزو سیالیو کې د مالیزیا له ملي لوبډلې سره ۳-۳ مساوي کړه.


د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په نړیوالو څلور اړخیزو سیالیو کې د مالیزیا له ملي لوبډلې سره ۳-۳ مساوي کړه.

دا لوبه د یکشنبې د وري ۵ مه په تایلنډ کې ترسره شوه.

د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو د لوبې په لومړۍ نیمايي کې مالیزیا ته ۲-۰ ماته ورکړه. خو د مالیزیا لوبډلې لوبه په دویمه نیمايي کې مساوي کړه.

د يادونې ده، چې د فوټسال نړيواله څلور اړخيزه سيالۍ به د تايلند، اسټراليا، افغانستان او ماليزيا د فوټسال لوبډلو په ګډون ترسره شي.

دغه سيالۍ د سږ کال د اسيايي هېوادونو د فوټسال جام لپاره د دغو ټيمونو د چمتووالي په چوکاټ کې ترسره شوې.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170383

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170383/

جمهور
  https://www.jomhornews.com