د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، امریکا په افغانستان کې په شل کلن حضور کې له ترهګرۍ سره مبارزه نه ده کړې.
ښاغلي لاوروف د روانې مياشتې په پنځمه نېټه د روسيې له تاس خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې امريکا د سپټمبر د يوولسمې له بريدونو وروسته د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په خواخوږۍ افغانستان ته راغله.
لاوروف زیاته کړه: "ولسمشر پوتین لومړنی کس و چې جورج بوش ته یې د مرستې او ملاتړ وړاندیز وکړ. هیچا په افغانستان کې د امریکايي او ایتلافي ځواکونو راتګ یرغل او اشغال نه دی بللی. هرڅوک په دې پوهېدل چې د دغه ډول تروریستي عمل باید حساب وشي."
خو؛ هغه ټینګار وکړ چې "په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور وښوده چې واشنګټن د تریستان پر وړاندې جګړه نه ده کړې."
د هغه په وينا، امريکا په افغانستان کې داسې ډلې جوړې کړې، چې د القاعدې د رامنځته کېدو لامل شوې او بيا له دغو ډلو څخه په منځني ختيځ او نورو سيمو کې د نامشروع رژيمونو د تشويق لپاره کار اخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې داعش وسله والو مسکو ښار ته څېرمه د کنسرت پر یوه تالار برید وکړ، چې په پایله کې یې ۱۳۳ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.
داعش د دغه برید مسوولیت منلی دی.
روسیه تل په افغانستان کې د داعش د رامنځته کېدو او پیاوړتیا له احتمال څخه اندېښمنه ده.
جمهورخبري آژانس