لاوروف:

امریکا په افغانستان کې په ۲۰ کلن حضور کې له ترهګرۍ سره مبارزه نه ده کړې

6 حمل 1403 ساعت 12:03

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، امریکا په افغانستان کې په شل کلن حضور کې له ترهګرۍ سره مبارزه نه ده کړې.


د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، امریکا په افغانستان کې په شل کلن حضور کې له ترهګرۍ سره مبارزه نه ده کړې.

ښاغلي لاوروف د روانې مياشتې په پنځمه نېټه د روسيې له تاس خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې امريکا د سپټمبر د يوولسمې له بريدونو وروسته د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په خواخوږۍ افغانستان ته راغله.

لاوروف زیاته کړه: "ولسمشر پوتین لومړنی کس و چې جورج بوش ته یې د مرستې او ملاتړ وړاندیز وکړ. هیچا په افغانستان کې د امریکايي او ایتلافي ځواکونو راتګ یرغل او اشغال نه دی بللی. هرڅوک په دې پوهېدل چې د دغه ډول تروریستي عمل باید حساب وشي."

خو؛ هغه ټینګار وکړ چې "په افغانستان کې د امریکا شل کلن حضور وښوده چې واشنګټن د تریستان پر وړاندې جګړه نه ده کړې."

د هغه په ​​وينا، امريکا په افغانستان کې داسې ډلې جوړې کړې، چې د القاعدې د رامنځته کېدو لامل شوې او بيا له دغو ډلو څخه په منځني ختيځ او نورو سيمو کې د نامشروع رژيمونو د تشويق لپاره کار اخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې داعش وسله والو مسکو ښار ته څېرمه د کنسرت پر یوه تالار برید وکړ، چې په پایله کې یې ۱۳۳ کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

داعش د دغه برید مسوولیت منلی دی.

روسیه تل په افغانستان کې د داعش د رامنځته کېدو او پیاوړتیا له احتمال څخه اندېښمنه ​​ده.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 170380

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/170380/

جمهور
  https://www.jomhornews.com