افغان فري سټایل ورزشکار وحیدالله نژند په جرمني کې د چک جمهوریت څخه خپل سیال ته ماتې ورکړه.
ښاغلی نژند تېره شپه د چک جمهوریت د یعقوب بهینیک پر وړاندې د جرمني په شتوتګارت ښار کې د لوبې ډګر ته داخل شو.
له درې ګولونو وروسته یې په پای کې خپل حریف ته د پوائنټونو په توپیر ماتې ورکړه.
ښاغلي نژند تر دې وړاندې په خپل ریکارډ کې ۷ بریاوې لري.
جمهورخبري آژانس