۰
امریکا:

که نوی افغان حکومت په رسمیت پېژندل غواړی، ژمنې د عملي کړي

چهارشنبه ۱۷ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۵
امریکا وایي، که د افغانستان نوی حکومت د رسمیت په لټه کې وي، نو باید د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني او خپلې کړې ژمنې عملي کړي.
که نوی افغان حکومت په رسمیت پېژندل غواړی، ژمنې د عملي کړي
امریکا وایي، که د افغانستان نوی حکومت د رسمیت په لټه کې وي، نو باید د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني او خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بشري حقونو او مېرمنو په چارو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري په خپله تازه مرکه کې ویلي، د ښوونځیو په تړاو د نوي حکومت پرېکړې ټوله نړۍ حیرانه کړې ده.

نوموړې زیاته کړې، طالبانو ژمنه کړې وه چې د نجونو ښوونځي به پرانیستي وي او د افغانانو بشري حقونه به رعایت کېږي، خو داسې ونه شول.

مېرمن امیري وايي،د امریکا د حکومت دا نظر دی چې که نوی افغان حکومت د رسمیت پېژندلو په لټه کې وي، نو باید د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته درناوی وکړي.

دغه امریکايي استاز په ټینګار سره ویلي، نوي حکومت ته په کار ده چې ژر تر ژره خپله پرېکړه بېرته واخلي او اجازه ورکړي چې مېرمنې زده کړو او کار ته ادامه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي