۰

امریکا د طالبانو له لوري د کوکنارو د کر بندولو هرکلی وکړ

سی شنبه ۱۶ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۵۲
امریکا د نشه يي توکو د کښت د مخنیوي په اړه د افغان حکومت د تازه فرمان هرکلی کړی دی.
امریکا د طالبانو له لوري د کوکنارو د کر بندولو هرکلی وکړ
امریکا د نشه يي توکو د کښت د مخنیوي په اړه د افغان حکومت د تازه فرمان هرکلی کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیر ویلي د افغان حکومت له لوري د نوي خپاره شوي فرمان هرکلی کوي خو تمه لري چې دغه فرمان عملي شي.

نوموړي زیاته کړې، چې نشه يي توکي د افغانستان، سیمې او نړۍ لپاره خطرناک دي نو له همدې امله دی تمه لري چې د نشه يي توکو د کښت د مخنیوي په موخه صادر شوی فرمان په بشپړه توګه عملي کړل شي.

دی وايي، افغانان د بزګرۍ په برخه کې مرستو ته اړتیا لري او په خبره یې یو پیاوړی زراعتي سیستم د افغانانو لپاره ضرور دی او دا به په پایله کې ټولو افغانانو په تېره بیا ستره برخه بزګرانو ته لوی کمک وي.

افغان حکومت تازه داسې فرمان صادر کړی چې له مخې یې له دې وروسته په ټول افغانستان کې څوک د نشه يي توکو په تېره د کوکنارو پر کرکېله او کاروبار لاس نه شي پورې کولی.

د اسلامي امارت مشر امیر د تېري شنبې په ورځ دغه فرمان صادر کړ، چې په کې راغلي و، سر له نن نېټې په ټول هېواد کې د هر ډول نشه يي توکو کښت ممنوع دی او له سرغړونکي سره به قانوني چلند وشي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي