۰
د چین ولسمشر:

افغانستان د نظم پر لور روان دی، ګاونډیان باید د دغه هېواد د ښې راتلونکې هڅې وکړي

پنجشنبه ۱۱ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۷
د چین ولسمشر شي جین پینګ وايي، افغانستان د هرج و مرج له حساسې نقطې څخه د نظم پر لور روان دی او ګاونډیو هېوادونو ته بویه چې د دغه هېواد د ښې راتلونکې لپاره هڅې وکړي.
افغانستان د نظم پر لور روان دی، ګاونډیان باید د دغه هېواد د ښې راتلونکې هڅې وکړي
د چین ولسمشر شي جین پینګ وايي، افغانستان د هرج و مرج له حساسې نقطې څخه د نظم پر لور روان دی او ګاونډیو هېوادونو ته بویه چې د دغه هېواد د ښې راتلونکې لپاره هڅې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي پینګ دغه څرګندونې نن پشنبې د وري ۱۱ مه چین کې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو درېیمې غونډې ته په یوه لیکل شوې وینا کې کړې دي.

نوموړي په دغه بیانیه کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، تر څو د افغانستان د خلکو ملاتړ وکړي او د دغه هېواد د ښې راتلونکې لپاره هڅې وکړي.

د چین ولسمشر ټینګار ګړی، چې سوله ییز، باثبات او پر مختللی افغانستان د سیمې او نړۍ د هېوادونو د ګډو ګټو لپاره خورا ګټور دی.

ده ویلي، افغانستان د ډېرو ستونزو او قربانیو په ګاللو سره دا مهال په ډېرو برخو کې بېړنۍ پراختیا او پرمختګ ته اړتیا لري.

ښاغلي شي جین پینګ زیاته کړې، چې افغانستان په دې حساسه مرحله کې د ګډودۍ څخه د نظم پر لور روان دی او په دې برخه کې باید ګاونډي هېوادونه ورسره مرسته وکړي.

ولسمشر پینګ و ویل«افغانستان د ټولو هېوادونو مشترک ګاونډی دی او موږ باید په ګډه سره یوه راتلونکې جوړه کړو.»

نوموړي زیاته کړې، چین تل د افغانستان، حاکمیت، خپلواکۍ او ارضي تمامیت ته درناوی کړی، کوي یې او په دغه هېواد کې سولې، ثبات او پرمختګ ته ژمن دی.

د چین ولسمشر له ګاونډیو هېوادونو وغوښتل، چې په ګډه او همغږۍ سره د افغانستان د روښانه راتلونکې لپاره د دغه هېواد له خلکو سره مرستې وکړي.

د یادونې ده، چې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېواد درېیمه کنفرانس پرون چهارشنبې د وري ۱۰ مه په چین کې پیل شو، چې نن به هم دوام لري.

په دغه غونډه کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سربېره د اندونیزیا او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو هم ګډون کړی او دغه راز د امریکا ځانګړي استازي هم په کې برخه اخیستې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي