په کابل کې باخبره سرچینې وايي چې په کابل ښار کې یو پخوانی پوځي له خپل زوی سره د طالبانو له خوا نیول شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې کسانو کې د پخواني حکومت د ملي امنيت پخواني جنرال عيسى خان او زوى يې هم نجيب الله نومېږي.
دغه پلار او زوی د شنبې په ورځ د ثور په لومړۍ نېټه د کابل له خیرخانې سیمې څخه د طالبانو له خوا ونیول شول.
سرچينې زياته کړې، چې دغه پلار او زوى د پنجشېر ولايت اصلي اوسېدونکي دي.
ویل کیږي چې جنرال عیسی خان د جمهوري نظام تر سقوط مخکې تقاعد کړی و.
تر اوسه د دغو کسانو د نيولو انګېزه معلومه نه ده.
خو؛ د یوناما د راپور پر بنسټ، طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د عمومي عفوې له اعلان سره سره سلګونه پخواني سرتېري نیولي، شکنجه کړي او یا یې وژلي دي.
جمهورخبري آژانس