۰

امریکا: د بیان د آزادۍ پر وړاندې د طالبانو محدویتونه د اندېښنې وړ دي

سی شنبه ۹ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۴
امریکا په افغانستان کې د اسلامي امارت له خوا پر خبري رسنیو د محدویتونو پر وضع کولو اندېښنه ښودلې او دا کار یې غندلی دی.
امریکا: د بیان د آزادۍ پر وړاندې د طالبانو محدویتونه د اندېښنې وړ دي
امریکا په افغانستان کې د اسلامي امارت له خوا پر خبري رسنیو د محدویتونو پر وضع کولو اندېښنه ښودلې او دا کار یې غندلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بیان آزادي او د نجونو زده کړه کوم غربي ارزښت نه دی، چې طالبان پرې بندیز لګوي.

اعلامیه کې ویل شوي، امریکا او نړیواله ټولنه د طالبانو کارونو ته متوجې ده او د رسنیو پر وړاندې د نوي محدودیت سربېره، دا ډله ان د هغو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلې چې وړاندې یې کړي.

سرچینې ویلي«ښوونه او روزنه او د بیان ازادي په افغانستان کې د هر وګړي بشري حقونه دي، نه دا چې غربي ارزښتونه یا نړیوالې ټولنې ته امتیازات دي. دا حقونه د یوې سوله‌ی یزې او سوکاله افغان ټولنې لپاره اړین دي.»

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر طالبانو غږ کړی چې د افغانانو له حقونو سرغړونې دې پای ته ورسوي او ډاډ یې ورکړی چې دوی د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي.

امریکا په دې اعلامیه کې یو ځل بیا ژمنه کړې چې په ټوله نړۍ کې د بیان د ازادۍ د حق ملاتړ کوي، په ځانګړې توګه د خبریالانو او د بشري حقونو د مدافعینو څخه چې وشي کولای له تاوتریخوالي له وېرې پرته ډاډه او ازاد کار وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي