۰

غزني کې د یو میلیون ډالرو په لګښت یوه فابریکه جوړېږي

پنجشنبه ۴ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۷
په غزني ولایت کې د لوښو او کالیو مېنځلو مایع د يوې تولیدي فابریکې د جوړولو چارې پيل شوې.
غزني کې د یو میلیون ډالرو په لګښت یوه فابریکه جوړېږي
په غزني ولایت کې د لوښو او کالیو مېنځلو مایع د يوې تولیدي فابریکې د جوړولو چارې پيل شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دې فابریکې په جوړولو به څه باندې یو مېلیون امریکايي ډالر لګښت راشي.

د دې فابريکې د جوړېدو په مراسمو کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د غزني والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو.

د اسلامي امارت د دې فابريکې د پانګوالو ستاینه وکړه، چې په دې شرايطو کې یې پانګونې ته زړه ښه کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي