غزني کې د یو میلیون ډالرو په لګښت یوه فابریکه جوړېږي

4 حمل 1401 ساعت 11:17

په غزني ولایت کې د لوښو او کالیو مېنځلو مایع د يوې تولیدي فابریکې د جوړولو چارې پيل شوې.


په غزني ولایت کې د لوښو او کالیو مېنځلو مایع د يوې تولیدي فابریکې د جوړولو چارې پيل شوې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د دې فابریکې په جوړولو به څه باندې یو مېلیون امریکايي ډالر لګښت راشي.

د دې فابريکې د جوړېدو په مراسمو کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي قدرت الله جمال، د غزني والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده او یو شمېر نورو چارواکو ګډون کړی وو.

د اسلامي امارت د دې فابريکې د پانګوالو ستاینه وکړه، چې په دې شرايطو کې یې پانګونې ته زړه ښه کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 149051

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/149051/

جمهور
  https://www.jomhornews.com