۰
امریکايي نظامیان:

بایډن یو کمزوری ولسمشر دی، نړۍ کې یې امریکا وشرموله

شنبی ۲۸ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۶
امریکایي نظامیان او سیاسي فعالین په دې باور دي چې په ټوله کې په نړۍ کې په تېره بیا په اوکراین کې د اوسني وضعیت د رامنځ ته کېدو اصلي لامل په افغانستان کې د امریکا اقدامات دي.
بایډن یو کمزوری ولسمشر دی، نړۍ کې یې امریکا وشرموله
امریکایي نظامیان او سیاسي فعالین په دې باور دي چې په ټوله کې په نړۍ کې په تېره بیا په اوکراین کې د اوسني وضعیت د رامنځ ته کېدو اصلي لامل په افغانستان کې د امریکا اقدامات دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د امریکا ددفاع وزیر کریسټوفر مېلر او د امریکا ګڼو نورو پخوانیو نظامي چارواکو ویلي، امریکا په افغانستان کې دا وښوده چې دوی د کړکیچن وضعیت د مدیریت وړتیا نه لري.

دوی زیاته کړې، چې له همدې امله په نړۍ کې ډېرې ډلې او هېوادونه دې ته هڅېدلي چې په ناندریو او جګړو لاس پورې کړي.

دغه پخوانیو نظامي چارواکو ویلي، امریکا په افغانستان کې داسې اقدامات ترسره کړل، چې امریکايي پوځ او ادارات یې له شرم سره مخامخ کړل او د نړۍ وېره یې ترې لرې کړه.

دغه نظامیان د امریکا اوسنی حکومت هم د نړۍ د وضعیت په مدیریت کې ناکام بولي او په دې باور دي چې بایډن یو کمزوری ولسمشر دی او د نړۍ د رامنځ ته شوو ناندریو د آرامولو وړتیا نه لري.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې د امریکا مخکني ولسمشر ډونالډټرمپ هم پر بایډن سختې نیوکې کړې وې، او ویلي یې و، چې افغانستان کې د بایډن اقداماتو نه یوازې امریکا له ماتې سره مخ کړه، بلکې په نړیوال کچه یې امریکا وشرموله او د نړۍ له سترګو یې د امریکا وېره لرې کړه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي