۰

چین: افغانستان له ګډوډۍ د یوه نظم لور ته روان دی

یکشنبه ۸ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۱۹
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان له ګډوډۍ څخه د نظم لور ته د تګ په یوه حساس پړاو کې دی.
چین: افغانستان له ګډوډۍ د یوه نظم لور ته روان دی
د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغانستان له ګډوډۍ څخه د نظم لور ته د تګ په یوه حساس پړاو کې دی.

د جمهور خبري آژانس خبر له مخې د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې هېواد به یې له افغانانو سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

نوموړي ټینګار کړي، چې چین هڅه کوي، په نړیواله ټولنه کې د افغانستان له بېرته یو ځای کولو او د دغه هېواد له پرمختګ سره مرسته وکړي.

وینبین ویلي«افغانستان له ګډوډۍ څخه د نظم لور ته د تګ په یوه حساس پړاو کې دی.ِ»

دی وايي، افغانانو ته یو تاریخي فرصت برابر شوی چې خپل برخلیک په خپل لاس کې واخلي او د پرمختګ داسې لاره خپله کړي چې د دوی له ملي واقعیتونو سره سمون لري.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان په اوس وخت کې له بشري، اقتصادي، تروریریزم او حکومتولۍ په شان ننګونو سره مخامخ دی چې لا ډېر نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري.

د وینبین په وینا چین به د تل په شان د افغانستان د خلکو په اړه دوستانه پالیسۍ ته دوام ورکړي او د افغانستان خپلواکۍ، ملي حاکمیت او مځکنۍ بشپړتیا ته درناوی کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی د خپلو خبرو په پای کې وویل چې هیواد به یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي