د امریکا کانګرس هغه کمېسیون ته رایه ورکړه، چې په افغانستان کې د امریکا د ماتې هر اړخیزه څېړنه به تر سره کوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبرله مخې د امریکا سنا مجلس وړاندې دغه کمېسیون ته وړاندې د یادې طرحې په کلنۍ دفاعي بودجه کې، چې ۷۶۸ میلیارد ډالره ده، ځای ورکړی وو او تایید کړې یې وه.
تر سنا مجلس وروسته د امریکا د استازو جرګې هم دغه طرحه د رایو په اکثریت سره تصویب کړه، چې له مخې یې به یې تاید شوی کمېسیون په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې د امریکا د ماتې هر اړخیزه څېړنه کوي.
دغه کمېسیون به ۱۷ غړي ولري چې د دواړو خونو د دواړو حزبونو (جمهوريت پاله او دیموکراتانو) استازي به په کې وي.
راپورونه وايي، یاد کمېسیون به د افغانستان له جګړې او په کې د امریکا د ماتې هر اړخیزه څېړنه کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل