کانګرس افغانستان کې د امریکا د ماتې د ارزونې کمېسیون ته د تایید رایه ورکړه

25 قوس 1400 ساعت 11:06

د امریکا کانګرس هغه کمېسیون ته رایه ورکړه، چې په افغانستان کې د امریکا د ماتې هر اړخیزه څېړنه به تر سره کوي.


د امریکا کانګرس هغه کمېسیون ته رایه ورکړه، چې په افغانستان کې د امریکا د ماتې هر اړخیزه څېړنه به تر سره کوي.

د جمهور آژانس د خبرله مخې د امریکا سنا مجلس وړاندې دغه کمېسیون ته وړاندې د یادې طرحې په کلنۍ دفاعي بودجه کې، چې ۷۶۸ میلیارد ډالره ده، ځای ورکړی وو او تایید کړې یې وه.

تر سنا مجلس وروسته د امریکا د استازو جرګې هم دغه طرحه د رایو په اکثریت سره تصویب کړه، چې له مخې یې به یې تاید شوی کمېسیون په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې د امریکا د ماتې هر اړخیزه څېړنه کوي.

دغه کمېسیون به ۱۷ غړي ولري چې د دواړو خونو د دواړو حزبونو (جمهوريت پاله او دیموکراتانو) استازي به په کې وي.

راپورونه وايي، یاد کمېسیون به د افغانستان له جګړې او په کې د امریکا د ماتې هر اړخیزه څېړنه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145750

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145750/

جمهور
  https://www.jomhornews.com