د کونړ ولایت مقام د غوندو تالار کې د قران کریم د حافظانو تر منځ د قرئت سیالي روانه وه، چې یو مزاېل پرې لګېدلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نن دوشنبې د غوايي ۶ مه سهار څه باندې ۹ بجې رامنځ ته شوې ده.
د کونړ والي محمد اقبال سعید وايي، مزایل وسله والو طالبانو د کونړ ولایت له مرورې ولسوالۍ څخه د ولایت پر مقام توغولی دی.
د هغه په وینا طالبانو په یاده ولسوالۍ کې تحرکات لري او وخت ناوخت د ولایت پر مقام راکېتې او مزایلې بریدونه کوي.
د کونړ والي وايي په پېښه کې درې حافظان ټپیان شوي، خو مطبوعاتي دفتر یې وايي، د درې قاریو سربېره دوه نور کسان هم ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې حکومتي سرچینې وايي، په دغه برید کې ۱۵ تنه ټپیان شوي، چې اکثریت یې د قران کریم حافظان دي.
د سیمې خلک هم وايي، مرمۍ له لرې غرونو د ولایت پر مقام راتوغول شوې ده.
که څه هم والي پړه پر طالبانو اچولې خو طالبانو تر دې دمه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آزانس:کونړ