کونړ کې د قرانکریم د حافظانو د قرئت سیالیو پر غونده مزایل لګېدلی

6 ثور 1400 ساعت 11:08

د کونړ ولایت مقام د غوندو تالار کې د قران کریم د حافظانو تر منځ د قرئت سیالي روانه وه، چې یو مزاېل پرې لګېدلی دی.


د کونړ ولایت مقام د غوندو تالار کې د قران کریم د حافظانو تر منځ د قرئت سیالي روانه وه، چې یو مزاېل پرې لګېدلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه نن دوشنبې د غوايي ۶ مه سهار څه باندې ۹ بجې رامنځ ته شوې ده.

د کونړ والي محمد اقبال سعید وايي، مزایل وسله والو طالبانو د کونړ ولایت له مرورې ولسوالۍ څخه د ولایت پر مقام توغولی دی.

د هغه په وینا طالبانو په یاده ولسوالۍ کې تحرکات لري او وخت ناوخت د ولایت پر مقام راکېتې او مزایلې بریدونه کوي.

د کونړ والي وايي په پېښه کې درې حافظان ټپیان شوي، خو مطبوعاتي دفتر یې وايي، د درې قاریو سربېره دوه نور کسان هم ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې حکومتي سرچینې وايي، په دغه برید کې ۱۵ تنه ټپیان شوي، چې اکثریت یې د قران کریم حافظان دي.

د سیمې خلک هم وايي، مرمۍ له لرې غرونو د ولایت پر مقام راتوغول شوې ده.

که څه هم والي پړه پر طالبانو اچولې خو طالبانو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آزانس:کونړ
 


د مطلب کود: 138465

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/138465/

جمهور
  https://www.jomhornews.com