په ننګرهار کې د انعکاس خصوصي تلوېزیون د درې کارکوونکو وژل کېدو ته په غبرګون کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې پر افغان حکومت او امریکا باندې سختې نیوکې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه کمېټې په یوه اعلامیه کې پر دغه پېښه ژوره خواشني ښودلې وايي، افغان حکومت او امریکا د دغه ډول بې رحمانه هدفي بریدونو په وړاندې چوپ دي او یوازې اعلامیې خپروي.
یادې کمېتې ټینګار کړي، چې افغان حکومت او امریکا دې یوازې د اعلامیو په خپرولو سره غاړه نه خلاصوي، بلکې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره دې عملي ګامونه اوچت کړي.
په اعلامیه کې افغان حکومت او امریکا ته ویل شوي«اعلامیې خپرول بس کړي، پر ځای یې د خبریالاتو د خوندتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي.»
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې دغه راز له ملګرو ملتونو غوښتي چې پر دې مسایلو دې پټه خوله نه پاتې کېږي او ژر تر ژره دې د بیان ازادۍ او خبریالانو د ساتنې لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.
د یادونې ده، چې پرون سه شنبې د کب ۱۲ مه د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار کې د انعکاس په نوم خصوصي تلوېزیون پر ښځینه کارکوونکو دوه ځایه وسله وال برید وشو.
په لومړي برید کې د دغه تلوېزیون دوه ښځینه کارکوونکې وژل شوې او په دوهم برید کې بیا یوه کاروونکي چې کور ته روانه وه وژل شوې او یوه بله مېرمن ټپي شوې ده.
د انعکاس تلوېزیون مسوولین وايي، دغه درې کارونکې د دوی د دوبلې د برخې کارکوونکې وې، چې درې واړه وژل شوې دي.
باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې هم د یاد تلوېزیون یوه خبریاله ملاله میوند په ورته یوه برید کې وژل شوې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل