پولیس وایي، پلازمېنه کابل کې یې درې تنه هغه حرفوي غله نیولي، چې له کورونو څخه به یې غلا کوله.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل امنیه قوماندانۍ نن چهارشنبې د مرغومي ۱۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویل شوي دغه غله پرون د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اړوند د قصبې دولسم بلاک کې یوه کور ته ورننوتي دي.
سرچینه زیاته کړې، چې دغه غلو له یاد کور څخه د کابو یو نیم میلیون افغانیانو په ازښت ګاڼې او دوه سېټ موبایلونه د کور له څېښتن څخه وړي او له سیمې یې تېښته کړې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له پېښې وروسته پولیسو پلټنې پیل کړې وې، چې په ترڅ کې یې درې واړه غله په بېلا بېلو عملیاتو کې له غلا کړیو ګاڼو سره یو ځای د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند سیمو کې ونیول شول.
د کابل پولیسو وايي، نیول شوي کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او قضیه یې تر څېړنو لاندې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل
.