پولیس وايي، پلازمېنه کابل کې یې د یوې خونړۍ ترهګریزې پېښې مخینوی کړی دی.
د جمهور آژنس د خبر له مخې د کابل پولیسو ویلي، ترهګرو د ښار د لومړی ناحیې اړوند سیمه کې یو مقناطسي ماین اېښی و، چې د کشف او شنډ کړی شو.
د دوی په وینا ترهګرو دغه ماین د لومړۍ ناحیې د سینما پامیر په سیمه کې اېښی و او موخه یې د ولسي وګړو مرګ ژوبله وه، چې له وړاندې یې مخنیوی وشو.
د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغه ماین په کشف او خنثی کولو سره یې د یوې خونړۍ پېېښې له رامنځ ته کېدو مخنیوی کړی دی.
جمهورخبري اژانس:کابل