سرچینې وايي، پلازمېنه کابل کې یو څارنوال د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، ویلي، دغه پېښه نن یکشنبې د لیندۍ ۱۶ مه د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند ده عربان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
سرچینې نور جزیات نه دي ورکړي، خو وژل شوی څارنوال پامیر نومېږي او د پېښې په اړه پولیسو پلټنې پیل کړې دي.
تر اوسه د دغه ترور مسوولیت چا نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په ورځ هم کابل ښار کې یو قاضي د نامعلومه وسله والو کسانو له خوا وژل شوی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل