پولیس وایي، پلازمېنه کابل کې یې د څلور سړک د غاړې ماین چاودنو مخه نیولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد ویلي، دغه ماینونه نن دوشنبې د غبرګولي ۳۱ مه د کابل ښار د ۱۸ مې امنیتي حوزې اړوند او پغمان ولسوالۍ کې کشف او شند کړل شوي دي.
نوموړي ویلي، ترهګرو دوه کړۍ ماینونه د ۱۸ مې حوزې اړوند د چشمه چنغار په سیمه کې د سړک د غاړې خښ کړی و، چې د پولیسو له خوا کشف او شنډ کړل شول.
دغه راز ده زیاته کړې، چې دوه کړۍ نور ماینونه بیا د پغمان ولسوالۍ د کوبکي په سړک اېښودل شوي و، چې د پولیسو له خوا کشف او شنډ کړل شول.
مجاهد وايي، د دغه چاودنو په مخینوي سره د خونړیو پېښې د رامنځ ته کېدو مخه نیول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار پولیسو د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند سیمه کې هم یو ماین کشف او له منځه وړی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل