۰

غزنی کې لاریون پای ته رسېدلی، د کابل – کندهار لار خوشې شوه

یکشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۱۷
غزني ولایت کې د ناامنیو او چارواکو د ناغېړۍ پر ضد لاریون پای ته رسېدلی او د کابل – کندهار لویه لار هم د ترافیکو پر مخ پرانستل شوې ده.
غزنی کې لاریون پای ته رسېدلی، د کابل – کندهار لار خوشې شوه
غزني ولایت کې د ناامنیو او چارواکو د ناغېړۍ پر ضد لاریون پای ته رسېدلی او د کابل – کندهار لویه لار هم د ترافیکو پر مخ پرانستل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له تېرو څو ورځو راهیسې د غزني یو شمېر اوسېدونکو په دغه ولایت کې د ناامنیو د زیاتېدو او ورته د چارواکو د نه پاملرنې له امله په لاریون لاس پورې کړی و.

لاریون کوونکو د کابل – کندهار لار هم د ترافیکي پر مخ تړلې وه، او په خپلو شعارونو کې یې د والي،د پولیسو قومندان او ملې اردو د چارواکو د لرې کېدو غوښتنه کوله.

خو اوس سیمه ییز چارواکي وايي، د لاریون کوونکو قناعت یې حاصل کړی، لاریون پای ته رسېدلی او لار خلاصه شوې ده.

د غزني ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په اوس وخت کې د لاریونوالو قناعت حاصل شوی او لویه لار د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوي ده.

په ورته وخت ویل کیږي د سیمه ایزو ارګانونو رییس د اعتراض کوونکو د استازو سره په ټلیفوني اړیکه کې د غزني ولایت په رهبرۍ کې د اصلاحاتو د راوستلو ژمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:غزني
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي