د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالټنې ټاکنیز ټیم مشر او د اوبو او برېښنا پخواني وزیر علي احمد عثماني ادعا کړې، چې هرات ته د سفر اجازه نه ده ورکړل شوې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عثماني ویلي، دی نن هرات ولایت ته د خپلوانو د وداه په مراسمو کې د ګډون لپاره روان و، خو امنیتي ځواکونو هغه الوتکې ده، چې دی په کې تله د پرواز اجازه نه ده ورکړې.
هغه ادعا کړې، چې د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر امنیتي کسانو د قانون خلاف مسافر برمته کړي دي.
په ورته وخت کې ویل کېږي چې تر ساعت ځنډ وروسته د ډاکټر عبدالله عبدالله په مستقیمه مداخله د هغه الوتکې ته اجازه ورکړل شوې چې پرواز وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل