ملي دفاع وزارت وايي، افغان هوايي ځواک بغلان ولایت کې پر وسله والو طالبانو مرګونی هوايي ګذار کړی او ګڼو طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، برید وړمه شپه د بغلان مرکز پلخمري اړوند قرغان تپه کې شوی دی.
خبرپاڼه وایي، طالبانو په یاده سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي و، چې د افغان هوایي ځواک له مرګوني ځوابیه برید سره مخ شول.
خبرپاڼه وایي، په دغه هوايي برید کې د بغلان لپاره د طالبانو استخباراتي مسوول قاري عبدالرحیم، د سرې قطعې ځايي قومندان او د بغلان د استخباراتي مسوول مرستیال مولوي مبارز وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د د بغلان والي احمد فرید بسیم په خبري کنفرانس کې و ویل، چې ډنډ غوري کې د افغان ځواکونو هوايي بریدونه ترڅ کې ۵۰ طالبان وژل شوي او تر ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل