۰

دفاع وزارت د ۶۷ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی

دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۲
ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت د ۶۷ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی
ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د درنې مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت وايي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۱۴ولایتونو کې ۱۹ ګډ چاڼیزاو ۱۹ هوايي عملیات کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، دغه عملیات په میدان وردګ، غزني، زابل، لوګر، هلمند، اروزګان، فراه، پروان او فاریاب ولایتونو کې تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغه ټولو ولایتونو کې د شویو عملیاتو پر مهال ۴۶ وسله وال طالبان وژل شوي، ۲۱ تنه ټپیان او درې شکمن کسان نیول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې دفاع وزارت پرون هم په کندهار او اروزګان کې د عملیاتو پر مهال له ۲۰ زیاتو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
.
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي