۰

د دفاع وزارت سرپرست څرګندونو ته د ولسي جرګې ځينو غړو غبرګون وښود

دوشنبه ۴ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۰۹
د ولسي جرګې ځینو غړو د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هغه څرګندونو ته غبرګون وښود، چې ویلي یې دی، هېچا ته به د ټاکنو د بحراني کېدو اجازه ورنکړي.
د دفاع وزارت سرپرست څرګندونو ته د ولسي جرګې ځينو غړو غبرګون وښود
د ولسي جرګې ځینو غړو د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد هغه څرګندونو ته غبرګون وښود، چې ویلي یې دی، هېچا ته به د ټاکنو د بحراني کېدو اجازه ورنکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جرګې ځینو غړو د نن دوشنبې لیندۍ ۴ مې په غونډه کې د ملي دفاع وزیر دغه څرګندونې خلکو ته یو ډول ګواښ وباله او ویې ویل، چې نوموړی نباید د احتمالي اعتراضو پر وړاندې خلکو ته ګواښ وکړي.

د جرګې غړي علي اکبر جمشیدي و ویل، د ټاکنو په اړه د خلکو د احتمالي اعتراضاتو د مخنیوي لپاره د دفاع وزیر څرګندونې پر داسې مهال کېږي، چې هغه له تاتریخوالي څخه ځانګړي تعریف نه لري او د خلکو احتمالي اعتراضاتو ته یې تاوتریخوالی ویلی دی.

نوموړي و ویل، چې دغه ډول څرګندونې پر افغان پوځ د خلکو باور کموي او که چېرته پر پوځ د خلکو باور کم شي هغه وخت بیا د نړۍ تر ټولو غښتلی پوځ هم نه شي کولی د خلکو د اعتراضونو مخنیوی وکړي.

د جرګې بل غړي حمیدالله توخي هم و ویل، چې د ملي دفاع وزارت سرپرست نباید خلکو ته اخطار ورکړي، ځکه خلک له اخطار ورکولو وېره نه لري.

نوموړي کمېسیون تورن کړ، چې د خلکو له پاکو رایو سره دوه ګونۍ چلند کوي او خلک به دغه بنسټ ته دا اجازه هېڅ کله هم ورنه کړي.

د ملي دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد پرون په یوه غونډه کې هغه اندېښنو ته په غبرګون کې چې ګڼې ټاکنې به بحران ته ولاړې شي او تاتریخوالی به رامنځ ته شي خبرداری ورکړو چې هېڅ ډول تاوتریخوالي ته به اجازه ورنه کړي.

نوموړي د ټاکنو کمېسیون له کړنو مننه وکړه ویې ویل دغه کمېسیونونو چې مشرانې یې مېرمنې دي تر پخوانیو هغو په خپلو کارونو کې ښه ځلېدلي او دا یې ثباته کړه، چې په ځینو مواردو کې مېرمنې تر نارینه وو ښه کارونه مخ ته وړي.

د خالد په وینا د ټاکنیزو کمېسیونونو تر څنګ د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو هم ثباته کړه، چې دوی په ټاکنو کې کامل بې پرې و او د هېڅ یوه سیاسي ګوند، ټیم، قوم، او لوري پلوي یې نه ده کړې، بلکې مسلکي چلند یې کړی دی.

ښاغلي خالد و ویل، د ناټو په غونده کې ان په ټاکنو کې د افغان ځواکونو د امنیت ساتنې او بې پرې توب ستاینه وشوه او ثباته شوه، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ټاکنو کې هېڅ ډول مداخله نه ده کړې.

نوموړي ټینګار وکړ، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ټاکنو کې هغسې چلند وکړ، لکه څنګه چې د افغانستان د خلکو غوښتنه وه.

د ملي دفاع وزارت د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې دا هم و ویل، چې اوس له ولس سره ځینې داسې تشویشونه دي، چې ګڼې ټاکنې به بحران ته ولاړې شي او تاوتریخوالی به رامنځ ته شي.

نوموړي په دې اړه خلکو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل افغان سیاسیون دا درایت لري، چې ټاکنې به بحران ته نه ځي او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه دا وړتیا لري، چې د هر ډول بحران مخینوی وکړي.

ښاغلي خالد و ویل«زموږ سیاسیون دا درایت لري او انشااله ټاکنې به بحران ته نه ځي، زه واضح وایم، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه بې طرفه دي او هېڅ ډول خشونت او تاوتریخوالي ته، چې زموږ د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کړي اجازه نه ورکوو، زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه دا وړتیا لري، چې د دښمن هر ډول توطیې خنثی کړي، سیاسیون د خپل سیاست کوي موږ پرې کار نه لرو، خو خشونت په هېڅ ډول د منلو نه دی.»

د ملي دفاع وزارت دا څرګندونې پر داسې مهال وکړې، چې همدا اوس د ټاکنو د کمېسیون او ځینو انتخاباتي ټکټونو تر منځ د رای د بیا شمېرنې په اړه اختلافات راوان دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي