۰

له پاکستان سره پر پوله ۱۴ ایراني عسکر تښتول شوي دي

سی شنبه ۲۴ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۱
راپورنه وايي، له پاکستان سره پولې ته نېږدې ۱۴ ایراني عسکر د نامعلومه کسانو له خوا تښتول شوي دي.
له پاکستان سره پر پوله ۱۴ ایراني عسکر تښتول شوي دي
راپورنه وايي، له پاکستان سره پولې ته نېږدې ۱۴ ایراني عسکر د نامعلومه کسانو له خوا تښتول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ایرانی رسنیو راپور ورکړی، چې دغه پېښه نن سه شنبې د تلې ۲۴ مه سهار پنځو بجو شاوخوا رامنځ ته شوې ده.

راپورونه کاږي، چې دغه ۱۴ ایراني عسکر په سیستان او بلوچستان ایالت کې پوځي عملیاتو ته تللي و، چې نامعلومه وسله والو کسانو برمته کړي دي.

ویل کېږي په تښتول شویو کسانو کې دوه تنه د ایران د انقلابي ګارډ د استخباراتو مامورین او ۷ تنه یې هم بسیجې ملېشه سرتېري دي.

د ایران رسمي دولتي خبري آژانس ایرنا ویلي، چې دغه عسکر د یوې تروریستي ډلې له خوا تښتول شوي، خو دا چې کومه ډله، نوم یې نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي