له پاکستان سره پر پوله ۱۴ ایراني عسکر تښتول شوي دي

24 میزان 1397 ساعت 12:21

راپورنه وايي، له پاکستان سره پولې ته نېږدې ۱۴ ایراني عسکر د نامعلومه کسانو له خوا تښتول شوي دي.


راپورنه وايي، له پاکستان سره پولې ته نېږدې ۱۴ ایراني عسکر د نامعلومه کسانو له خوا تښتول شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ایرانی رسنیو راپور ورکړی، چې دغه پېښه نن سه شنبې د تلې ۲۴ مه سهار پنځو بجو شاوخوا رامنځ ته شوې ده.

راپورونه کاږي، چې دغه ۱۴ ایراني عسکر په سیستان او بلوچستان ایالت کې پوځي عملیاتو ته تللي و، چې نامعلومه وسله والو کسانو برمته کړي دي.

ویل کېږي په تښتول شویو کسانو کې دوه تنه د ایران د انقلابي ګارډ د استخباراتو مامورین او ۷ تنه یې هم بسیجې ملېشه سرتېري دي.

د ایران رسمي دولتي خبري آژانس ایرنا ویلي، چې دغه عسکر د یوې تروریستي ډلې له خوا تښتول شوي، خو دا چې کومه ډله، نوم یې نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 109289

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/109289/

جمهور
  https://www.jomhornews.com