۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نوی راپور:

طالبانو په پراخه کچه بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي

سی شنبه ۴ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۲۱
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل نوي کلني راپور (۲۰۲۳) کې د طالبانو له خوا د خلکو د وژلو او شکنجه کولو په ګډون د بشري حقونو پراخې سرغړونې ته اشاره کړې ده.
طالبانو په پراخه کچه بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل نوي کلني راپور (۲۰۲۳) کې د طالبانو له خوا د خلکو د وژلو او شکنجه کولو په ګډون د بشري حقونو پراخې سرغړونې ته اشاره کړې ده.

دغه وزارت دغه راپور تېره شپه د دوشنبې په ورځ د غوايي په درېیمه خپور کړ او ویې ویل، چې "طالبانو یو تش په نامه موقت حکومت اعلان کړی، چې په ټولیزه توګه له طالب جنګیالیو، ملایانو او دغې ډلې ته نږدې سیاسي څېرې، چې ډېری یې پښتانه دي، جوړ شوی دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم د افغانستان په اړه ویلي، چې طالبانو په عملي توګه افغان مېرمنې په خپلو حکمونو له عامه ډګره لرې کړې دي.

په راپور کې راغلي چې د ښځو پر زده کړو او کار بندیز د دوی وضعیت خراب کړی او اوس دوی د کور په څلورو دیوالونو کې بندې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، طالبانو په خپلو تګلارو کې کوم انعطاف نه دی ښودلی او د دې ډلې فرمانونه د افغانستان له ژمنو او نړیوالو کنوانسیونونو سره په ټکر کې دي.

د دغه راپور پر بنسټ، سیاسي زندانونه او د زندانونو بد وضعیت، وژنې، شکنجه، خپلسري نیول، د طالبانو له خوا د قضايي ارګانونو د خپلواکۍ نشتوالی اوس هم په افغانستان کې له سترو ننګونو څخه دي.

په دغه راپور کې دا هم ویل شوي، چې طالبان په وسله والو جګړو کې له ماشومانو کار اخلي.

له بلې خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په افغانستان کې رسنۍ په ښه وضعیت کې نه دي او طالبان هره ورځ د بیان پر ازادۍ له زیاتو محدودیتونو سره مخ دي او خبریالان د طالبانو له خوا له تاوتریخوالي او خپلسریو سره مخ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دغه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې مذهبي ازادي محدوده شوې او د توکمیزو او مذهبي لږکیو پر وړاندې تاوتریخوالی شوی دی.

دغه راپور زیاتوي چې د قانون حاکمیت او د بشري حقونو د سرغړونکو معافیت ته د طالبانو پراخ پام د اندېښنې وړ دی.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي