۰

د طالبانو د دفاع وزیر له یو شمیر بهر میشتو افغانانو سره وکتل

سی شنبه ۴ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۷:۵۰
د طالبانو ډلې د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب په اروپايي هېوادونو کې له مېشتو یو شمېر افغانانو سره وکتل او ویې ویل چې په ځینو مسایلو کې ستونزې شته او ډېر ژر به حل شي.
د طالبانو د دفاع وزیر له یو شمیر بهر میشتو افغانانو سره وکتل
د طالبانو ډلې د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب په اروپايي هېوادونو کې له مېشتو یو شمېر افغانانو سره وکتل او ویې ویل چې په ځینو مسایلو کې ستونزې شته او ډېر ژر به حل شي.

د طالبانو  د ملي دفاع وزارت نن سه شنبې (د غوايي ۴مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو د ښې حکومتولۍ په سیوري کې د جوړجاړي او پرمختګ غوښتنه کړې ده.

د طالبانو ډلې د دفاع وزارت سرپرست هم وویل چې په ځینو مسایلو کې ستونزې شته او ژر به حل شي. خو د الله په مرسته او د دې خاورې د خلکو په سرښندنو او له دې فرصت څخه په استفادې سره د خپل وطن د ابادۍ او پرمختګ په برخه کې د نن ورځې له امنیت څخه پرته بل څه نشته.

هغه څه چې د طالبانو ډله یې امنیت بولي او پرې ویاړي، د دغې ډلې له خوا د خلکو د وژلو بندول دي، چې له تېرو شلو کلونو راهیسې یې ترسره کوي، په داسې حال کې چې نن هم د طالبانو د دیکتاتورۍ تر واکمنۍ لاندې د افغانستان خلک ژوند کوي. نه ذهني امنیت لري او نه اقتصادي او زیربنایي امنیت.

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي