د طالبانو امربالمعروف په سرپل ولایت کې د سیلانیانو پر مخ د استوګنې دروازه تړلې ده.
په سرپل کې سیمه ییزو سرچینو ویلي چې د طالبانو د تش په نوم امربالمعروف په سرپل ښار کې د «چرک فاک امام خرد» تفریحي مرکز تړلی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو دغه تفريحي مرکز د لمانځه د وختونو د نه مراعتولو او پر ښځو د حجاب د اغوستلو په تور تړلى دى.
د يادونې وړ ده، چې دغه استوګنځي په دې وروستيو کې د سرپل ښار په توغني کلي کې د يو ميليون افغانيو په شخصي لګښت د يوه پانګه وال له خوا جوړ شوى دى.
جمهورخبري آژآنس